امریکا وايي چې خپلو افغان همکارانو او د امریکا دایمي اسناد لرونکو د لېږد لپاره ژمن یو 

0
223

امریکا وايي چې خپلو افغان همکارانو او د امریکا دایمي اسناد لرونکو د لېږد لپاره ژمن یو 

د امریکا د دغه لوړپوړي ډیپلوماټ په وینا، د اګست له ۳۱مې نېټې وروسته امریکا په مستقیم ډول له افغانستانه د ۴۷۹ امریکايي اتباعو او ۴۵۰ امریکايي دایمي اوسیدونکو په وتلو کې مرسته وکړه.

 

(2021 / 12 / 21  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند نید پرائس د دوشنبې په ورځ وویل چې واشنګټن د امریکایي اتباعو، په متحده ایالاتو کې د دریو دایمي اوسیدونکو (شنه کارت) د کورنیو او هغو افغانانو چې ژوند یې په خطر کې دی، د ایستلو لپاره «دوامداره» ژمنې لري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند خبریالانو ته ویلي، د امریکايي اتباعو، دایمي اوسیدونکو او هغو افغانانو د ایستلو لړۍ روانه ده چې د طالبانو تر واک لاندې دي او واشنګټن به پر دې ژمنې عمل وکړي.

ښاغلي پرایس وویل: “د اګست په میاشت کې زموږ د پوځي ماموریت له پای ته رسیدو وروسته، موږ دا روښانه کړه چې زموږ ژمنې به نه یوازې د امریکايي اتباعو د ځای پرځای کولو لپاره دوام وکړي، بلکې د متحده ایالاتو د دایمي اوسیدونکو او د هغو افغانانو لپاره چې ژوند یې په خطر کې دی، دوام لري. ”

د امریکا د دغه لوړپوړي ډیپلوماټ په وینا، د اګست له ۳۱مې نېټې وروسته امریکا په مستقیم ډول له افغانستانه د ۴۷۹ امریکايي اتباعو او ۴۵۰ امریکايي دایمي اوسیدونکو په وتلو کې مرسته وکړه.

ښاغلي پریس وویل، «اوس مهال له ۱۲ څخه کم امریکایي اتباع له موږ سره په تماس کې دي او چمتو دي چې له افغانستان څخه ووځي، او نور ۱۵۰ امریکایي اتباع په هیڅ وجه له افغانستان څخه وتلو ته چمتو نه دي.»

دغه امریکايي چارواکي دا هم ویلي چې که څه هم امریکا په افغانستان کې حضور نه لري، خو واشنګټن ته په کار ده چې خپل افغان همکاران په ځانګړې توګه هغه کسان چې د امریکا د ځانګړي مهاجرت ویزې (SIV) لري او نور زیانمنونکي افغانان ژر تر ژره له افغانستانه وباسي.

ښاغلي پرایس وویل چې د امریکا د اتباعو او شنه کارت لرونکو د ایستلو سربیره، متحده ایالاتو د اګسټ له ۳۱ نیټې وروسته د نورو ۲۰۰۰ کسانو د وتلو امکانات هم برابر کړي ؤ او ټینګار یې وکړ چې “زموږ هڅې د پای ته رسیدو نیټه نه لري.”

له افغانستان څخه د وتلو د دوو اونیو په موده کې، د بهرنیو اتباعو، امریکایي او افغان ځواکونو او زیانمن شویو افغانانو په ګډون له ۱۲۴۰۰۰ څخه زیات کسان ایستل شوي دي.

اړوند موضوعات: 

امریکا او برېټانیا خپلو اتباعو ته خبر ورکړی چې تر هر څۀ ژر دې د کابل سیرینا هوټل پرېږدي

د هغو زرګونو SIV ځانګړي مهاجرینو ویزو غوښتونکو برخلیک چې په تیرو دوو لسیزو کې یې د متحده ایالاتو له حکومت او اردو سره مرسته کړې او لاهم په افغانستان کې دي ناڅرګنده ده.

په تېرو څلورو مياشتو کې يوازې يو څو تنه په دې توانېدلي چې له هېواده ووځي او ډېری يې هڅه کوي چې د پاکستان له لارې امريکا او خپلو کورنيو ته ورشي.

 

Leave a reply