ترکیه او قطر د افغانستان د پنځو هوايي ډګرونو د سمبالښت چارې پر غاړه اخلي

ترکیه او قطر د افغانستان د پنځو هوايي ډګرونو د سمبالښت چارې پر غاړه اخلي
د مالوماتو پر بنسټ، ترکي ډیپلوماتانو دوحې ته سفر کړی چې له قطري چارواکو او د طالبانو له استازو سره د افغانستان د هوايي ډګرونو د فعالیت د بیا پیل په اړه خبرې وکړي او ټاکل شوې له دې خبرو وروسته افغانستان ته سفر وکړي.
(2021 / 12 / 21 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو وايي، چې هېواد یې له قطري شرکتونو سره د افغانستان د پنځو هوايي ډګرونو د فعالیت لپاره هوکړه لاسلیک کړې ده.
نوموړي پرون شنبه خپل مالیزیايي سیال سیف الدین عبدالله سره د کتنې پر مهال ویلي، چې په دې اړه یې له قطري چارواکو سره خبرې هم پیل کړي دي.
د مالوماتو پر بنسټ، ترکي ډیپلوماتانو دوحې ته سفر کړی چې له قطري چارواکو او د طالبانو له استازو سره د افغانستان د هوايي ډګرونو د فعالیت د بیا پیل په اړه خبرې وکړي او ټاکل شوې له دې خبرو وروسته افغانستان ته سفر وکړي.
اړوند موضوعات:
طالبانو د افغانستان هوايي ډګرونو د فعال ساتلو لپاره لۀ اروپایي ټولنې مرسته غوښتې
په ورته مهال یو شمېر داسې راپورونه هم خپاره شوي چې متحده عربي امارات هم غواړي د کابل هوایي ډګر مدیریت پر غاړه واخلي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه کومه رسمي بیانیه نه ده ورکړې.





