طالبانو د افغانستان هوايي ډګرونو د فعال ساتلو لپاره لۀ اروپایي ټولنې مرسته غوښتې 

0
90

طالبانو د افغانستان هوايي ډګرونو د فعال ساتلو لپاره لۀ اروپایي ټولنې مرسته غوښتې 

په خبرو کې د طالبانو د پلاوي مشري د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي کوله او په مقابل کې بیا د اروپایي ټولنې مشري بیا د افغانستان لپاره د دې اتحادیې ځانګړي استازي ټامس نیکلسن کوله.

 

(2021 / 11 / 29  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

اروپایي ټولنه وایي، طالبانو په دوحه کې له دوی د هوایي ډګرونو د فعال ساتلو لپاره له دوی مرسته غوښتې ده.

یادې ټولنې په خپره شوې اعلامیه کې ویلي، چې، له طالبانو سره خبرې د طالبانو رسمیت پېژندنې په مانان نه دی، بلکې دا خبرې د اروپايي ټولنې او افغانانو د ګټو په خاطر د اروپايي ټولنې د عملیاتي تعامل یوه برخه ده.

په اعلامیې کې ویل شوي، طالبانو ژمنه کړې چې د عمومي عفوې په هکله په‌خپلو ژمنو وفا کوي او هم یې ویلي چې هغو افغانانو او بهرنیانو ته چې غواړي افغانستان پریږدي، د وتلو اجازه ورکوي.

په خبرو کې د طالبانو د پلاوي مشري د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي کوله او په مقابل کې بیا د اروپایي ټولنې مشري بیا د افغانستان لپاره د دې اتحادیې ځانګړي استازي ټامس نیکلسن کوله.

Leave a reply