برېټانیوي موسسو خبر ورکړی چې د ژمي پۀ رارسېدو به د افغانستان نیمايي نفوس د خوراکي موادو لۀ کمښت سره مخ شي 

0
168

برېټانیوي موسسو خبر ورکړی چې د ژمي پۀ رارسېدو به د افغانستان نیمايي نفوس د خوراکي موادو لۀ کمښت سره مخ شي 

په برېتانیا کې د اکشن اېډ په نامه یوې خیریه موسسې ویلي، چې په را روانو درېیو میاشتو کې ښايي د افغانستان نیمايي وګړي چې څه باندې ۲۲ میلیونه کسان کېږي، له سختې لوږې سره مخامخ شي.

 

(2021 / 12 / 21   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د برېټانیا دوو خیریه بنسټونو خبرداری ورکړی، چې د ژمي موسم په راتلونکو درېیو میاشتو کې به د افغانستان نیمايي نفوس چې شاوخوا ۲۲ میلیون افغانان کېږي، له سختې لوږې سره مخ شي.

په برېتانیا کې د اکشن اېډ په نامه یوې خیریه موسسې ویلي، چې په را روانو درېیو میاشتو کې ښايي د افغانستان نیمايي وګړي چې څه باندې ۲۲ میلیونه کسان کېږي، له سختې لوږې سره مخامخ شي.

په ورته مهال د (DEC) په نامه یوې بلې خیریه موسسې هم په خپله ټوېترپاڼې لیکلي، چې په سږ ژمي کې له شاوخوا ۱ میلیون افغان ماشومان د خوارځواکۍ له کبله د مرګ له ګواښ سره مخامخ دي.

اړوند موضوعات: 

 ملګرو ملتونو تازه راپور کې ویلي چې کابو ټول افغانان د خوړو لۀ کمښت سره مخ دي 

دواړو بنسټونو له نړیوالو غوښتي، چې په دې درېیو میاشتو کې باید افغانانو ته عاجلې بشري مرستې ورسوي.

Leave a reply