ملګرو ملتونو تازه راپور کې ویلي چې کابو ټول افغانان د خوړو لۀ کمښت سره مخ دي

ملګرو ملتونو تازه راپور کې ویلي چې کابو ټول افغانان د خوړو لۀ کمښت سره مخ دي
د خوړو نړیواله اداره وایي په افغانستان کې د بشردوستانه مرستو لپاره باید پر وخت اقدام وشي او په دې توګه دې د میلیونونه وګړو ژوند وژغورل شي.
(2021 / 12 / 15 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
شاوخوا ۹۷ سلنه افغانان له لوږې سره مخ دي، د خوړو نړیوالو پروګرام ویاندې له رویټرز سره په خبرو کې ویلي چې افغانستان د لوږې او بېوزلۍ له توپان سره مخ دی.
د سرچینې په خبره میلیونونه افغانان دمګړی د خوړو له کمښت او ناوړه اقتصادي وضعیت سره مخ دي.
سرچینه کاږي چې همدا اوس په افغانستان کې له هرو لسو کورنیو اووه یې خپل خواړه په پور اخلي او دا مسئله اقتصادي وضعیت نور هم ترینګلی کولی شي.
د خوړو نړیواله اداره وایي په افغانستان کې د بشردوستانه مرستو لپاره باید پر وخت اقدام وشي او په دې توګه دې د میلیونونه وګړو ژوند وژغورل شي.
اړوند موضوعات:
د خوړو نړۍوال پروګرام: راتلونکو شپږو میاشتو کې به افغانستان د ځمکې پر سر دوزخ وي
بلخوا د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو څانګې هم په افغانستان کې پر وضعیت اندېښنه ښوودلې او د مرستو د پراختیا غوښتنه یې کړې ده.






