د اوکراین پر سر؛ روسیه او اروپايي ټولنې یو بل ته سخت اخطارونه ورکړي دي
د اوکراین پر سر؛ روسیه او اروپايي ټولنې یو بل ته سخت اخطارونه ورکړي دي
نوموړي ویلي چې که سیاسي مذاکرات پایله و نه لري، نو روسیه به د اروپا شاوخوا اټومي وسلې او لرې واټن وېشتونکي توغندي ځای پر ځای کړي.
(2021 / 12 / 15 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
روسیې او اروپا یو بل ته نظامي ګواښونه کړي دي، د برېټانیا لومړي وزیر بوریس جانسون له ویلاديمیر پوتین سره د اوکراین پر مسئله خبرې کړې دي او ټینګار یې کړی چې د روسیې هېڅ راز مشکوک حرکت به بې ځوابه پاتې نه شي.
نوموړي ویلي چې اروپايي ټولنه او ناټو به د روسیې د اقداماتو پر وړاندې نظامي غبرګون وښيي.
بلخوا د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال تر دې تلیفوني مکالمې وروسته رسنیو ته ویلي، چې دوی هم د غرب هېڅ اقدام بې ځوابه نه پرېږدي.
اړوند موضوعات:
د اوکراین پر سر د ناټو او روسیې ترمنځ یو ځل بیا ناندرۍ رامنځ ته شوې دي
نوموړي ویلي چې که سیاسي مذاکرات پایله و نه لري، نو روسیه به د اروپا شاوخوا اټومي وسلې او لرې واټن وېشتونکي توغندي ځای پر ځای کړي.