امریکا لۀ افغانستان سره ۴۷۰ میلیونه ډالره مرسته اعلان کړه

امریکا لۀ افغانستان سره ۴۷۰ میلیونه ډالره مرسته اعلان کړه
امریکا داسې مهال له افغانستان سره د بشردوستانه مرستې اعلان کوي، چې د افغانستان د شتمنۍ پر کنګل کېدو یې ټینګار کړی دی او له دې امله په هېواد کې ناوړه اقتصادي وضعیت رامنځ ته شوی دی.
(2021 / 12 / 15 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
امریکا له افغانسان سره شاوخوا ۴۷۰ میلیونه امریکایي ډالر بشردوستانه مرسته اعلان کړې ده.
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټوماس وېسټ په تازه ټوېټ پیغامونو کې ویلي، امریکا پرېکړه کړې چې له افغانستان سره د بشردوستانه مرستو لپاره ۴۷۴ میلیونه ډالر مرسته اعلان کړي.
د وېسټ په خبره له دې پیسو به په افغانستان کې له لوږې او بېوزلۍ سره د مبارزې لپاره کار اخیستل کېږي او د مرستندویه بنسټونو له لوري به لګول کېږي.
نوموړي همدا راز ویلي چې روان کال به افغانستان ته د کرونا یو میلیون ډوزه نور واکسین هم ورکړي.
اړوند موضوعات:
ترکیې او قطر افغانستان سره د بشر دوستانه مرستو پر دوام ټینګار کړی
امریکا داسې مهال له افغانستان سره د بشردوستانه مرستې اعلان کوي، چې د افغانستان د شتمنۍ پر کنګل کېدو یې ټینګار کړی دی او له دې امله په هېواد کې ناوړه اقتصادي وضعیت رامنځ ته شوی دی.






