د خوړو نړۍوال پروګرام: راتلونکو شپږو میاشتو کې به افغانستان د ځمکې پر سر دوزخ وي

د خوړو نړۍوال پروګرام: راتلونکو شپږو میاشتو کې به افغانستان د ځمکې پر سر دوزخ وي
د یاد پروګرام مشر ډېوېډ بیسلي په ایټالیا کې یوې غونډې ته ویلي، چې دمګړۍ د شااوخوا ۴۵ میلیونه وګړو له ډلې چې په نړۍ کې د قحطۍ له ګواښ سره مخامخ دي، نژ دې ۹ میلیونه یې په افغانستان کې دي.
(2021 / 11 / 9 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام ویلي، چې افغانستان د نړۍ تر ټولو ناوړه بشري ناورین سره مخ دی.
د یاد پروګرام مشر ډېوېډ بیسلي په ایټالیا کې یوې غونډې ته ویلي، چې دمګړۍ د شااوخوا ۴۵ میلیونه وګړو له ډلې چې په نړۍ کې د قحطۍ له ګواښ سره مخامخ دي، نژ دې ۹ میلیونه یې په افغانستان کې دي.
اړوند موضوعات:
د خوړو نړۍوال پروګرام د خبر لۀ مخې؛ همدا اوس شا و خوا درې میلیونه افغانان د خوړو لۀ قحطۍ سره مخ دي
هغه دغه راز خبرداری ورکړی، چې افغانستان په راتلونکو به ۶ میاشت کې له کړاوونو سره مخ وي، د ځمکې پرمخ به دوزخ وي.
ښاغلي بیسلي زیاته کړې:
“وضعیت دومره خراب دی چې ښایي تاسو یې تصور وکولای شئ. موږ په اوس وخت کې هلته په نړۍ کې د تر ټولو ناوړه بشري ناورین شاهدان یو. ۹۵ سلنه خلک کافي خواړه نه لري. په اوس وخت کې د دې شاهدان یو چې ۲۳ میلیونه وګړي د خوار ځواکۍ پر لور روان دي او له دې ډلې نژدې نهه میلیونه وګړي یې له قحطۍ سره مخامخ دي.”
د خوړو نړیوال پروګرام له نړیوالو غوښتي چې افغانستان سره دې بېړنۍ مرستې وکړي.