نړۍوال بانک وايي چې لۀ افغانستان سره د مستقیمو اړیکو کومه لار نشته

نړۍوال بانک وايي چې لۀ افغانستان سره د مستقیمو اړیکو کومه لار نشته
نوموړي تېره ورځ د نومبر اتمه په واشنګټن کې د ستراتېژیکو او نړیوالو مطالعاتو په مرکز کې ویلي، جې افغانستان د اقتصاد دړې وړې کېدو ته په پام د دې تصور نهشي کولی چې په دې هېواد کې دننه به خپل فعالیت پیل کړي.
(2021 / 11 / 9 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د نړیوال بانک مشر ډېوېډ ملپاس ویلي، افغانستان کې روان وضعیت ته په کتو دا امکان نهلري چې دې هېواد سره خپلې مسقیمې مرستې بېرته پیل کړي.
نوموړي تېره ورځ د نومبر اتمه په واشنګټن کې د ستراتېژیکو او نړیوالو مطالعاتو په مرکز کې ویلي، جې افغانستان د اقتصاد دړې وړې کېدو ته په پام د دې تصور نهشي کولی چې په دې هېواد کې دننه به خپل فعالیت پیل کړي.
د فرانس پرس رسنۍ د راپور له مخې، نړیوال بانک په اوس وخت کې په افغانستان کې له شلو زیاتې پراختیایي پروژې مخ ته وړي او له ۲۰۰۲ میلادي کال راهیسې یې له دې هېواد سره د ۵،۳ میلیارډه ډالرو مرسته کړې چې ډېره یې وړیا ده.
افغانستان کې د طالبانو تر راتګ وروسته نړیوال بانک خپل فعالیت ودراوه او دغه راز د پیسو نړیوال وجهي صندوق IMF هم د سوونو میلیونه ډالرو مرستې بندې کړې.





