د ا.ا.ا د وزیرانو شورا لۀ استخباراتي ادارو غوښتي چې د الله ګل مجاهد د وهلو قضیه دې وڅېړل شي
د ا.ا.ا د وزیرانو شورا لۀ استخباراتي ادارو غوښتي چې د الله ګل مجاهد د وهلو قضیه دې وڅېړل شي
په ټولنیزو رسنیو کې د طالبانو له خوا د الله ګل مجاهد د وهلو او نیولو یوه ویډیو خپره شوې وه چې له ګڼ شمېر غبرګونونو سره مخ شوه.
(2021 / 11 / 9 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د وزیرانو شورا په غونډه کې د طالبانو رییسالوزرا ملا محمد حسن ویلي، چې ولسي جرګې پخواني غړي الله ګل مجاهد د نیولو او وهلو قضیه دې په دقیق ډول وڅېړل شي.
په دې غونډه کې ویل شوي چې د دې قضیې له نیوونکو سره باید قانوني چلند وشي.
په ټولنیزو رسنیو کې د طالبانو له خوا د الله ګل مجاهد د وهلو او نیولو یوه ویډیو خپره شوې وه چې له ګڼ شمېر غبرګونونو سره مخ شوه.
په ویډیو کې ښکاري چې طالبان له نوموړي سره د بد چلند تر څنګه هغه وهلی او ټکولی هم دی. ویل کېږي الله ګل مجاهد له دې پېښې وروسته هېوا پرېيښی او ایران ته یې پناه وړې ده.