په تورخم پوله د افغانستان اسلامی امارت پلاوی په یو مهمه غونډه کښې ګډون کړې
باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان کسټم (ایف بي آر) لخوا تیره ورځ د تورخم په پوله د پاکستان او افغانستان د سوداګرو او ټرانسپورټرانو د مختلفو ستونزو د هوارولو او دوه اړخیز تجارت ته وده ورکولو لپاره د لوړې کچې یوه کیمیټي جوړه شوې ده چې د پاکستان او افغانستان سوداګرو ته راپیښې ستونزو هوارولو لپاره کار وکړي.
په دې غونډه کې د افغانستان د اسلامي امارت په استازیتوب یو پلاوي غړو مولوي عبیدالله، مولوي مصطفی او د افغانستان د ګمرک رییس حمیدالله هم ګډون وکړو، د افغانستان اسلامی امارت پلاوي غړو اوویل چې افغانستان پاکستان سره د
دوه اړخیز تجارت ته وده ورکول غواړي، دوی غوښتنه وکړه چې په پوله دې د پاکستان او افغانستان سوداګرو ته راپیښې ستونزې هوارې کړې شي.
د پاکستان او افغانستان د سوداګرو دا کمیټي د خيبر ګروپ آف کامرس اينډ انډسټري ګروپ ليډر سيد جواد حسين کاظمي، نائب صدر محمد يوسف خان آفريدي پشمول د ايف سي کيپټن مراد، د اين ايل سي ميجر جهانزيب، د ايف آئي اے ايډيشنل ډائريکټر، د سټيټ بينک آف پاکستان امير ممتاز، نيشنل بينک آف پاکستان، صوبه سرحد چیمبر، د تورخم د کسټم کلیرینس ایجنټانو اتحادیې رئیس ظهیر الله شینواری، د ټرانسپورټ اتحادیې رئیس عظیم الله، د تورخم پخوانی رئیس حاجي حضرت عمر شینواری، ابلان علي، قاري نظیم ګل شینواري ، شاهجهان خان، ضیاء الحق سرحدي، خالد شهزاد او د یو شمیر نورغړي هم شامل دی.
ددې کميټۍ غړو لومړۍ باقاعده غونډه تيره ورځ د تورخم په ګمرک هاؤس کښې د تورخم ګمرک ايډيشنل کلکټر طيب سواتي په مشرۍ کښې وشوه۔ په دې غونډه کې د افغانستان د اسلامي امارت په استازیتوب یو پلاوي، د افغانستان د اسلامي امارت مشرانو مولوي عبیدالله، مولوي مصطفی او د افغانستان د ګمرک رئیس حمیدالله هم ګډون وکړو.
په دې غونډه کې ټولو ګډونوالو د پاکستان او افغانستان ترمینځ د دوه اړخیزې سوداګرۍ د ودې لپاره بېلابېل وړاندیزونه وړاندې کړل او د سکیننګ ستونزو زر تر زر هوراولو غوښتنه وشوه او د سوداګرو د اسانتیاوو لپاره یې د سکینرو په شمېر کې د زیاتوالي غوښتنه هم وکړه.