پخوانی ولسمشر: پر امریکا او نړۍوالو متحدینو یې باور د تېر نظام د سقوط لامل شو

پخوانی ولسمشر: پر امریکا او نړۍوالو متحدینو یې باور د تېر نظام د سقوط لامل شو
د یادونې ده چې دغه مرکه نن پنجشنبه دوه بجې له بيبيسي څخه خپرېږي.
د اګست په ۱۵مه نېټه په افغانستان کې جمهوریت سقوط وکړ او په همدغه ورځ اشرف غني د خپلو نږدې کسانو سره له هېواد څخه ووت او متحده عربي اماراتو ته ولاړ.
(2021 / 12 / 30 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
پخواني ولسمشر اشرف غني له بيبيسي سره په مرکه کې ویلي، چې پر امریکا او نړیوالو شریکانو باور د افغانستان د سقوط لامل شو.
هغه زیاته کړې، چې د اګسټ په ۱۵مه د ملي امنیت شورا پخوانی سلاکار حمدالله محب او د ولسمشرۍ ماڼۍ ځانکړې قطعې رییس ورته راغلل او ویې ویل، چې پيپياس له منځه تللی او که مقاومت وشي ټول وژل کېږي.
هغه د دې مرکې په یوه برخه کې دا هم ویلي، چې که په کابل کې پاتې وای، هېڅ بدلون به نه وای راغلی. اشرف غني زیاته کړې:
«له هېواد څخه د د وتلو پرېکړه ناڅاپي وه، ما فکر نهکاوه چې زه به له هېواد وځم.»
اړوند موضوعات:
روسیې ویلي چې د امریکا وعده خلافۍ د افغانستان تېر نظام ړنګ کړ