روسیې ویلي چې د امریکا وعده خلافۍ د افغانستان تېر نظام ړنګ کړ

روسیې ویلي چې د امریکا وعده خلافۍ د افغانستان تېر نظام ړنګ کړ
د لاوروف په وینا که امریکا پر خپلو ژمنو عمل کړی وی او طا لبانو ته یې د جګړو د شدت دلیل نه وی پرې اېښی او له بلې خوا یې د پخواني حکومت مشران د دوحې هوکړې عملي کولو ته اړ کړي وی نو نن به په افغانستان کې بې ثباتي نه وه.
(2021 / 11 / 2 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د امریکا له لوري پر ژمنو عمل نه کول په افغانستان کې د تېر حکومت د پاشل کېدو لامل شو.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف په تازه څرګندونو کې ویلي، امریکا په ټاکلي وخت له افغانستان خپل سرتېري و نه ایستل او پخواني ولسمشر اشرف غني د واک شریکولو لپاره له منل شوې طرحې سره مخالفت وکړ، چې په پایله کې یې طا لبانو خپلې جګړې شدیدې کړې او د کابل حکومت د سقوط سبب شوې.
اړوند موضوعات:
روسیه وايي چې امریکا له سوریې او عراق څخه داعش جنګیالي افغانستان ته لېږدوي
د لاوروف په وینا که امریکا پر خپلو ژمنو عمل کړی وی او طا لبانو ته یې د جګړو د شدت دلیل نه وی پرې اېښی او له بلې خوا یې د پخواني حکومت مشران د دوحې هوکړې عملي کولو ته اړ کړي وی نو نن به په افغانستان کې بې ثباتي نه وه.
لاوروف وايي دوی تمه لري چې اوسنی حکومت وکړی شي د نړیوالې ټولنې او سیمې غوښتنې پوره کړي او په دغه هېواد کې د سولې او ثبات په راوستو کې اغېزناک ګامونه اوچت کړي.






