روسیه وايي چې امریکا له سوریې او عراق څخه داعش جنګیالي افغانستان ته لېږدوي

0
98

روسیه وایي امریکا له سوریې او عراق څخه د داعش جنکیالي افغانستان ته لېږدوي

د روسیې د مرکزي قومندانۍ قومندان تازه په خپلو خبرو کې ویلي چې امریکا هڅه کوي له سوریې او عراق څخه د داعش جنګیالي افغانستان ته ولېږدوي.

نوموړي ویلي چې داسې شواهد مو ترلاسه کړي چې د امریکا ځانګړي ځواکونه اوس په دې ماموریت اخته دي چې څنګه افغانستان ته د داعش جنګیالي ولېږدوي.

 

 

(2021  / 10 / 3 نېټه باغي ټلویزیون)

د روسیې د مرکزي قومندانۍ مرستیال تازه په خپلو خبرو کې ویلي چې امریکا هڅه کوي له سوریې او عراق څخه د داعش جنګیالي افغانستان ته ولېږدوي.

نوموړي ویلي چې داسې شواهد مو ترلاسه کړي چې د امریکا ځانګړي ځواکونه اوس په دې ماموریت اخته دي چې څنګه افغانستان ته د داعش جنګیالي ولېږدوي.

د رړسیې د مرکزي قومندانۍ مرستیال رستم میکانیف چې دروسیې د کازان فدرال پوهنتون ته یې وینا کوله ویلي یې دي چې امریکا هڅه کوي له داعش جنګیالو څخه په مرکزي آسیا کې د خپلو رقیبانو پر ضد کار واخلي.

نوموړي زیاته کړې چې د امریکا د ځانګړي ځواکونه اوس په دې ماموریت اخته دي چې څنګه داعش جنګیالي افغانستان ته ولېږدوي، او همدارنګه د امریکا نظامي فوځیان اوس د داعش ډلو په روزلو بوخت دي.

امریکا تر دې دمه د دغو تازه څرګندونو په اړه څه ندي ویلي؛ خو وړاندې تر دې یې دغه ډول څرګندونې او راپورونه بې بنسټه ګڼل.

د روسیې دغه لوړ پوړی نظامي چارواکی په داسې حال کې دغه څرګندونې کوي چې امریکا د داعش او القاعدې د خطر په اړه افغانستان کې خبر ورکړی ؤ.

Leave a reply