رینا امیري د امریکا لۀ خوا د افغان مېرمنو لپاره ځانګړې استازې ټاکل شوې ده

رینا امیري د امریکا لۀ خوا د افغان مېرمنو لپاره ځانګړې استازې ټاکل شوې ده
د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن وايي له همدې امله یې رینا امیري د بشري حقونو او مېرمنو د حقونو په برخه کې ځانګړې استازې ټاکلې، چې بهرنیو چارو وزارت، د بشري حقونو څانګې او د امریکا ملي امنیت ته به د ښځو د حقونو په برخه کې فعالیت کوي.
(2021 / 12 / 30 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
امریکا د افغان مېرمنو او بشري حقونو د خوندیتوب لپاره ځانګړې استازې ټاکلې ده.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي چې دوی په افغانستان کې د ټولو اړخونو لپاره د ښه او سوکاله ژوند غوښتونکي دي او تمه لري چې تبعیض او تاوتریخوالی له منځه لاړ شي.
د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن وايي له همدې امله یې رینا امیري د بشري حقونو او مېرمنو د حقونو په برخه کې ځانګړې استازې ټاکلې، چې بهرنیو چارو وزارت، د بشري حقونو څانګې او د امریکا ملي امنیت ته به د ښځو د حقونو په برخه کې فعالیت کوي.
اړوند موضوعات:
امیري په امریکا کې د حقوقو په برخه کې زده کړې کړې دي او له دوو لسیزو راهیسې یې د ملګرو ملتونو او امریکايي حکومت په مهمو څانګو او برخو کې دندې ترسره کړې دي.






