روسیه او ایران وايي چې د اټومي تړون مذاکرات ښۀ روان دي او هیله چې ښې پایلې ولري 

0
78

روسیه او ایران وايي چې د اټومي تړون مذاکرات ښۀ روان دي او هیله چې ښې پایلې ولري 

بلخوا د اروپايي ټولنې ځینې غړو بیا خبرداری ورکړی چې د مذاکراتو لپاره فرصت په چټکۍ کمېږي او ایران یوازې څو اونۍ لري چې دا مسئله له نړیوالو سره حل کړي.

 

(2021 / 12 / 29  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د ایران د اټومي مذاکراتو په اړه خوشبیني ډېره شوې ده. روسیې او ایران ویلي چې مذاکرات ښه پر مخ روان دي او هیله مندي ډېره شوې ده.

ددې تر څنګ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم په محتاطه توګه ویلي چې خبرې یو څه په مخ تللې دي خو ډېره هیله مندي نه ده په کار.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نډ پرایس وایي دوی تمه لري چې مذاکرات ژر تر ژره یوې پایلې ته ورسېږي او یوازې د وخت ضایع کول نه وي.

اړوند موضوعات: 

امریکا وايي چې د ایران د اټومي تړون د مذاکراتو ډیر کم وخت لري 

بلخوا د اروپايي ټولنې ځینې غړو بیا خبرداری ورکړی چې د مذاکراتو لپاره فرصت په چټکۍ کمېږي او ایران یوازې څو اونۍ لري چې دا مسئله له نړیوالو سره حل کړي.

Leave a reply