امریکا وايي چې د ایران د اټومي تړون د مذاکراتو ډیر کم وخت لري
امریکا وايي چې د ایران د اټومي تړون د مذاکراتو ډیر کم وخت لري
ایران له امریکا د بندیزونو لرې کولو او خپلو فعالیتونو د دوام غوښتنه کوي، خو امریکا وایي ایران دې په بشپړه توګه اټومي فعالیتونه ودروي او بندیزونه هم په شرایطو پورې تړلي دي.
(2021 / 12 / 22 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
امریکا وایي یوازې څو اونۍ پاتې دي چې له ایران سره باید مذاکرات پایله ولري.
د ایران په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي ویلي چې د ایران لپاره فرصت خورا کم دی. دده په خبره یوازې څو اونۍ پاتې دي چې باید د ایران مسئله پکې د خبرو له لارې حل شي.
دغه امریکايي ديپلومات ویلي چې له هغه وروسته باید د ایران پر وړاندې نړیواله ټولنه ځانګړی دریځ غوره کړي او جدي اقدامات ترسره کېږي.
د ایران او امریکا ترمنځ له اونیو راهیسې خبرې روانې دي، خو تر دې دمه پایله نه لري.
اړوند موضوعات:
امریکا وايي چې ایران سره د اټومي تړون پر سر خبرې ښۀ لوري نه ندي روانې
ایران له امریکا د بندیزونو لرې کولو او خپلو فعالیتونو د دوام غوښتنه کوي، خو امریکا وایي ایران دې په بشپړه توګه اټومي فعالیتونه ودروي او بندیزونه هم په شرایطو پورې تړلي دي.