امریکا وايي چې ایران سره د اټومي تړون پر سر خبرې ښۀ لوري نه ندي روانې

امریکا وايي چې ایران سره د اټومي تړون پر سر خبرې ښۀ لوري نه ندي روانې
د امریکا د ملي امنیت سلاکار په داسې حال کې په دې خبرو کې د نه پرمختګ خبره کوي چې اروپایي دیپلوماتانو هم ایران ته خبرداری ورکړی چې ډېر ژر داسې مرحلې ته د رسېدو په حال کې دي چې نور پرمختګ پکې نشي کیدای.
(2021 / 12 / 18 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د امریکا د ملی امنیت سلاکار جیک سلیوان وایي د ایران د اټومي تړون په هکله خبرې په سمه توګه نه دي روانې او امریکا تر اوسه د دې تړون سره د بېرته یو ځای کېدو لار نه ده موندلې.
سلیوان چې په اتریش کې د ایران د اټومي تړون په هکله د نړۍ د ځواکمنو هېوادونو او ایران د استازو تر منځ د خبرو اترو په هکله په یوې انلاین غونډه کې خبرې کولې، وویل چې د اروپایي هېوادونو د مرکچیانو له لارې یې ایران ته د اټومي پروګرام د مخکې تګ په هکله د امریکا د خبرداري پیغام هم ور رسولی.
اړوند موضوعات:
امریکا وايي ایران اټومي تړون ته ژمن ندی ، وخت ضایع کوي، نور وخت نۀ ورکوو