روسیه وايي چې غرب ته مو د اوکراین د مسئلې پر سر شرایط وړاندې کړې دي

روسیه وايي چې غرب ته مو د اوکراین د مسئلې پر سر شرایط وړاندې کړې دي
ناټو وایي روسیې له اوکراین سره پر پوله تحرکات ډېر کړي او غواړي پر دغه هېواد برید وکړي، چې د مسکو لپاره به خورا ناوړه پایلې ولري.
(2021 / 12 / 18 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
روسیې له اوکراین سره پر پوله د کشمکشونو کمولو لپاره خپل نوي شرایط وړاندې کړي دي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وايي دوی غرب او امریکا ته خپل شرایط وړاندې کړي دي او له دې شرایطو پرته بله هېڅ لاره نشته.
په شرایطو کې راځي چې د ناټو غړي هېوادونه به د روسیې په شاوخوا هېوادونو کې نظامي تحرکات کموي او تر څنګ به یې اوکراین ته د ناټو غړیتوب نه ورکوي.
همدا راز روسیه وایي دوی به په مقابل کې د اوکراین پر وړاندې هېڅ راز اقدام نه ترسره کوي.
د سپینې ماڼۍ ویاندې بیا ویلي چې دا شرایط د منلو نه دي، نو ښه به وي چې مذاکرات دوام وکړي.
اړوند موضوعات:
د اوکراین پر سر؛ روسیه او اروپايي ټولنې یو بل ته سخت اخطارونه ورکړي دي
ناټو وایي روسیې له اوکراین سره پر پوله تحرکات ډېر کړي او غواړي پر دغه هېواد برید وکړي، چې د مسکو لپاره به خورا ناوړه پایلې ولري.






