د چین سفارت چینایي شرکتونو ته خبر ورکړی چې د معدنونو د اخراج لپاره لۀ قانوني اسنادو لرلو پرته افغانستان ته سفر ونکړي

د چین سفارت چینایي شرکتونو ته خبر ورکړی چې د معدنونو د اخراج لپاره لۀ قانوني اسنادو لرلو پرته افغانستان ته سفر ونکړي
د امریکا جیولوژیکي سروې په ۲۰۱۰ کال کې اټکل کړی و چې افغانستان د ۱ تریلیون ډالرو څخه تر ۳ تریلیون ډالرو پورې غیر استخراج شوي معدني زیرمې لري چې له مسو څخه نیولې تر سرو زرو، لیتیم او نورو نادره فلزاتو پورې په کې شته.
(2021 / 12/ 18 نېته باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
په افغانستان کې د چین سفارت د جمعې په ورځ چینایي شرکتونو او اتباعو ته خبرداری ورکړ چې افغانستان ته دې لۀ قانوني اسنادو او پرته له اجازې د کانونو د استخراج لپاره سفر نه کوي.
سفارت ویلي چې د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت د کانونو د اکتشاف د جواز ورکولو لپاره “ډېر سخت” معیارونه لري او زیاته کړې یې ده چې هغه شرکتونه او اشخاص چې له جواز پرته دا کار کوي د نیول کیدو له خطر سره مخامخ کیدی شي.
په کابل کې د چین سفارت وېبپاڼې ویلي، “اوس مهال د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د بهرنیو اتباعو د غیر قانوني توقیف ډېرې پېښې شتون لري.”
اړوند موضوعات:
روسیه وايي که افغان لوری ترې وغواړي سترو پانګونو ته چمتو یو