روسیه وايي که افغان لوری ترې وغواړي سترو پانګونو ته چمتو یو 

0
98

روسیه وايي که افغان لوری ترې وغواړي سترو پانګونو ته چمتو یو 

د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي چې دمګړی په افغانستان بشري وضعیت د اندېښنې وړ دی خو د نړیوالو په مرسته دا وضعیت کنټرولېدلی شي.

 

(2021 / 11 / 20  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

روسیه وایي که افغان لوری ترې وغواړي دوی سترو پانګونو ته تیار دي.

د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي چې دمګړی په افغانستان بشري وضعیت د اندېښنې وړ دی خو د نړیوالو په مرسته دا وضعیت کنټرولېدلی شي.

دده په خبره روسیه په افغانستان کې د داسې یوه حکومت غوښتونکې ده چې پر خپلو پښو ولاړ وي خو له سیمې او مسکو سره دوستانه اړیکې وپالي.

هغه زیاته کړې چې افغانستان پراخې او ګرانبیه طبعي زېرمې لري، چې د افغانستان په پرمختګ کې مهمه اغېزه لري.

هغه زیاته کړې دوی په افغانستان کې د پښې د ځای پیدا کولو په لټه کې نه دي، خو له دغه هېواد سره په اقتصادي او سوداګریزه برخه کې همکاري کولی شي.

اړوند موضوعات: 

د دفاع سرپرست وزیر: افغان تجاران دې د روغتیا او نورو برخو کې پانګونه وکړي

کابلوف وایي چې که افغانستان ترې وغواړي او روسي پانګه وال تیار شي، نو دوی لېوالتیا لري چې په افغانستان کې په بېلو برخو کې سترې پانګونې وکړي.

دغه روسي ديپلومات تمه ښوودلې چې نور دلته جګړې ختمې شي او دایمي ثبات سیمې او افغانستان ته راستون شي.

Leave a reply