هالنډ کې د کرونا لۀ وجې د محدودیتونو پر ضد خلکو پراخ لاریونونه کړي دي

هالنډ کې د کرونا لۀ وجې د محدودیتونو پر ضد خلکو پراخ لاریونونه کړي دي
د راپورونو له مخې د هالنډ حکومت څو ورځې وړاندې د کرونا د نوې څپې د پيلېدو له امله محدودیتونه وضع کړل او پر خلکو یې غږ وکړ چې تر راتلونکې پرېکړې د حکومت اصولو ته درناوی وکړي.
(2021 / 11 / 20 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
په هالنډ کې د کرونا په تړاو د حکومت تازه بندیزونو د خلکو توند غبرګونونه پارولي دي.
د راپورونو له مخې د هالنډ په روتردام کې زرګونه کسان لارو او سړکونو ته راوتلي دي او ددې غوښتونکي دي چې نوي لګول شوي بندیزونه او محدودیتونه دې ختم کړل شي.
د راپورونو له مخې د هالنډ حکومت څو ورځې وړاندې د کرونا د نوې څپې د پيلېدو له امله محدودیتونه وضع کړل او پر خلکو یې غږ وکړ چې تر راتلونکې پرېکړې د حکومت اصولو ته درناوی وکړي.
ویل کېږي چې د تېرې شپې په سختو لاریونونو کې پولیسو او لاریون کوونکو ته زیانونه اوښتي او نښتې رامنځ ته شوې دي. د هالنډ حکومت وايي چې وضعیت د کنټرول هڅه کوي.






