فواد چوهدري ورکنګ ژورنالستانو ته مبارکي ورکړې ده

0
570

باغي ټي وي رپورټ
د اطلاعاتو وفاقي وزیر چوهدري فواد حسین په یو بیان کښې ویلي دي چې په د پاکستان په پارلیمان کښې بل پاس کیدو سره به ددې هیواد ورکنګ خبریالانو ته هغه حقونه په لاس راشي کوم چې په زیاتو پرمخ تللي معاشرو کښې خبریالانو ته ورکولي شی او ورته حاصل دي.

د اې پي پي یو رپورټ مطابق د جمعې به ورځ په خپل ټویټر پانړه هغه وایی چې دا قانون د عمران خان د حكومت صحافتي آزادۍ سره د تړون څرګندونه ده، وفاقي وزير د بشري حقونو د وفاقي وزيرې ډاكټر شېريں مزاري هم مننه كولو سره ووئيل چې ھغې زما په خواست دې آئيډيا ته عملي شكل وركولو كښې ډېر كار كړي .
چوهدري فواد اوویل چې په دې قانون سره به په پاکستان کښې خبریالانو ته ډیر امنیت حاصل شي، هغه زیاته کړه چې میډیا نمایندګانو په ژوند كښې به دا بل او قانون د بدلون راوستلو كښې اهم كردار ولوبوي.

Leave a reply