د المپیک نړۍوالې کمېټې ویلي چې افغان اتلان باید د نړۍ هر ډګر کې حضور ولري

د المپیک نړۍوالې کمېټې ویلي چې افغان اتلان باید د نړۍ هر ډګر کې حضور ولري
د المپیک نړیوالې کمېټې په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې افغان لوري ورسره ژمنه کړې چې په سپورتي برخه کې به یې فعالیتونه دوام کوي، د المپیک نړیوالې کمېټې اصولو ته ژمن دي او په افغانستان کې به د سپورتي ځایونو او سپورت کوونکو حقونو او فعالیتونو ته درناوی کوي.
(2021 / 11 / 20 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د المپیک نړیوالې کمېټې په سپورتي برخه کې له افغانستان سره د همکاریو د دوام ډاډ ورکړی دی.
د راپورونو له مخې د المپیک نړیوالې کمېټې د اسیايي برخې مسوولینو په دوحه کې د افغانستان د المپیک کمېټې له چارواکو سره کتلي دي.
د المپیک نړیوالې کمېټې په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې افغان لوري ورسره ژمنه کړې چې په سپورتي برخه کې به یې فعالیتونه دوام کوي، د المپیک نړیوالې کمېټې اصولو ته ژمن دي او په افغانستان کې به د سپورتي ځایونو او سپورت کوونکو حقونو او فعالیتونو ته درناوی کوي.
د المپیک نړیوالې کمېټې ویلي چې دوی له افغانستان سره خپلو مرستو او همکاریو ته ادامه ورکوي او تمه لري چې افغان سپورت کوونکي او اتلان په نړیوالو سپورتي میدانونو کې خپلو فعالیتونو ته ادامه ورکړلی شي.






