د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي پۀ طالبانو غږ کړی چې د افغانستان د شتمنۍ د آزادولو لپاره پۀ مشروعیت پېژندل اړین دي 

0
101

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي پۀ طالبانو غږ کړی چې د افغانستان د شتمنۍ د آزادولو لپاره پۀ مشروعیت پېژندل اړین دي 

طالبانو د امریکا کانګرس ته په استول شوي لیک کې له دې هېواد غوښتي وو، چې د افغانستان کنګل شوې شتمني بېرته ازاده کړي.

د امریکا ځانګړي استازي ویلي، امریکا طالبانو ته ویلي وو، چې که د زور له لارې حکومت ونیسي خپلې مرستې به ورسره بندوي.

 

(2021 / 11 / 20  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام وېسټ کانګرس ته د طالبانو لیک په غبرګون کې ویلي، چې که طالبانو د شتمنیو خلاصېدل غواړي لومړی باید مشرعیت وګټي.

نوموړي زیاته کړې چې طالبانو په هغه لیک کې چې د امریکا کانګرس ته یې استولی، د افغانستان اقتصادي او بشري ناورین په اړه حقایق ناسم انځور کړي‌ دي.

د هغه په خبره، چې په افغانستان کې د طالبانو د راتګ نه وړاندې هم وچکالۍ او کرونا له کبله اقتصادي او بشري ستونزې وې.

ښاغلي وېسټ ویلي:

“مشروعیت باید د ترهګرۍ سره د مبارزې، ټول‌شموله حکومت جوړولو، د اقلیتونو، ښځو او نجونو حقونو ته د درناوي او په برابره توګه تعلیم او کار کولو ته د لاسرسي په ورکولو وګټل شي.”

طالبانو د امریکا کانګرس ته په استول شوي لیک کې له دې هېواد غوښتي وو، چې د افغانستان کنګل شوې شتمني بېرته ازاده کړي.

د امریکا ځانګړي استازي ویلي، امریکا طالبانو ته ویلي وو، چې که د زور له لارې حکومت ونیسي خپلې مرستې به ورسره بندوي.

امریکا د اګسټ په ۱۵مه وروسته له هغې د افغانستان شاوخوا لس میلیارده ډالر کنګل کړه، چې طالبانو کابل ونیوه او خپل حکومت یې اعلان کړ.

د یادونې ده چې د درېیو میاشتو په تېرېدو لا هم کوم هېواد طالبان په رسمیت نه‌دي پېژندلي.

Leave a reply