برېټانیاغواړي پۀ حماس ډلې بندیزونه ولګوي 

0
150

برېټانیاغواړي پۀ حماس ډلې بندیزونه ولګوي 

د برېټانیا د کورنیو چارو وزیرې پریتي پټېل ویلي، چې یاده غوښتنه له راتلونکې اوونۍ په پارلمان کې مطرح کړي.

هغې ویلي، حماس په جدي توګه د یهودانو ضد ډله ده او د یهودانو ټولنې د خوندیتوب لپاره دا اقدام ضروري دی. دغه برېټانوۍ چارواکې ادعا کوي چې د حماس د سیاسي او نظامي څانګو تر منځ توپیر کول امکان نه‌لري.

 

(2021 / 11 / 20  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د برېټانیا حکومت په پام کې لري چې په فلسطین کې پر حماس ډلې د یوې ترهګرې ډلې په توګه بندیزونه ولګوي.

د برېټانیا د کورنیو چارو وزیرې پریتي پټېل ویلي، چې یاده غوښتنه له راتلونکې اوونۍ په پارلمان کې مطرح کړي.

هغې ویلي، حماس په جدي توګه د یهودانو ضد ډله ده او د یهودانو ټولنې د خوندیتوب لپاره دا اقدام ضروري دی. دغه برېټانوۍ چارواکې ادعا کوي چې د حماس د سیاسي او نظامي څانګو تر منځ توپیر کول امکان نه‌لري.

اړوند موضوعات: 

حماس خواهان همکاری طالبان در آزادی بیت‌المقدس شد

په ورته مهال د اسراییلو لومړي وزیر نفتالي بنیت د برېټانیې دا اقدام ستایلی او حماس یې سخت دریزه اسلامي ډله بللې ده.

بل‌خوا بیا ایران د برېټانیې دغه پرېکړه غندلې او ویلي یې دي، چې برېټانیا په دې کار سره په فلسطین کې د بې ګناه مسلمانانو حقونه تر خپو لاندې کوي.

Leave a reply