امریکا: وخت رارسېدلی چې پر اوکراین د برید مخنیوی وکړو 

0
185

امریکا: وخت رارسېدلی چې پر اوکراین د برید مخنیوی وکړو 

امریکایي سرچینې زیاته کړې، لا تر اوسه روسیې په بشپړه توګه پر اوکراین د برید پرېکړه نه ده کړې، خو ددغه هېواد په شاوخوا کې د سل زره روسي عسکرو ځای پر ځای کول د خطر زنګ دی چې باید مخنیوی یې وشي.

 

(2021 / 11 / 20  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

امریکا وایي همدا یې وخت دی چې پر اوکراین د روسیې د برید مخنیوی وشي.

امریکایي رسنیو ددغه هېواد د امنیتي ادارو له قوله ویلي چې پر اوکراین د روسیې د نظامي برید احتمال ډېر شوی دی.

سرچینه وایي امریکا پر اروپایي هېوادونو غږ کړی چې پر اوکراین د روسیې د برید د مخنیوي لپاره باید پر یوه جامع تګلاره توافق وکړي او په خبره یې څومره چې په دې مسئله کې ځنډ رامنځ ته کېږي د روسیې د برید مخنیوی دومره ګرانېږي.

اړوند موضوعات: 

د اوکراین پر سر د ناټو او روسیې ترمنځ یو ځل بیا ناندرۍ رامنځ ته شوې دي

امریکايي چارواکو ویلي چې باید پر وخت پر اوکراین د روسیې د برید مخنیوی وشي.

امریکایي سرچینې زیاته کړې، لا تر اوسه روسیې په بشپړه توګه پر اوکراین د برید پرېکړه نه ده کړې، خو ددغه هېواد په شاوخوا کې د سل زره روسي عسکرو ځای پر ځای کول د خطر زنګ دی چې باید مخنیوی یې وشي.

Leave a reply