امریکا د افغانستان اسلامی امارت خط ته غبرګون څرګند کړې

0
170

باغی ټي وي رپورټ
د افغانستان لپاره د امریکا ایالت ځانګړې استانزې تهامس ویسټ په خپل ټویټر پانړه د افغانستان اسلامی امارت له اړخه امریکا د دلیږل شوي خط په اړه یو بیان جاري کړې دې.

تهامس ویسټ وایی چې د دې اونۍ په پیل کې کانګرس ته د طالبانو لیک د افغانستان د اقتصادي او بشري بحران په اړه حقایق غلط تعبیر کړل، په ټویټ کښې وایی چې افغانستان له بده مرغه د اګست له نیمايي مخکې له یوه ناوړه بشري ناورین سره مخ وو او وس نو دا بحران چې د جګړې، کلونو وچکالۍ او وبا له امله خراب شوې وو نور هم پسې خراب شو.
تهامس وایی چې امریکا حکومت کلونو وړاندې طالبانو ته مشوره ورکړې وه چې که طالبانو د افغانانو سره د خبرو اترو په خای په فوځې طاقت د افغانستان حکومت لاس ته کړو نو د نړیوالې ټولنې لخوا چمتو شوي مهمې غیر بشري مرستې چې په اقتصاد کې د بنسټیزو خدماتو په ګډون په ډیرو مرستو پورې تړلي دي ،دا به ټولې ودریږي او وس هم دغسې وشول .

هغه په ټویټ کښې زیاتوي چې مونږ به له طالبانو سره ښکاره او ښکاره ډیپلوماسۍ ته دوام ورکړو، هغه وایی چې مشروعیت او ملاتړ باید د ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره د اقداماتو له لارې ترلاسه شي، تهامس وایی چې امریکا غواړي چې په افغانستان کښې یو ټول شموله حکومت رامینځ ته شی چې ټول افغان وګړو ته قبول وي، هغه زیاتوي چې یو داسې حکومت چې په دې کښې د د اقلیتونو، ښځو او نجونو حقونو ته درناوی وکړي ، هغه وایی چې امریکا یو داسې حکومت غواړی چې ټول افغان وګړو ته یوشان د زده کړې حقونه ورکړي د ټولو وګړو ته یو شان د کار روزګار موقعې په لاس ورکړي.

د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړې استازې وایی چې د افغانستان له خلکو سره به بشري مرستو ته دوی دوام ورکړو، هغه زیاتوي چې سږکال هم امریکا افغانستان سره د 474 ملیون ډالر مرستې کړې دي، تهامس زیاتوي چې امریکا د اتحادی هیوادونو د هڅو هم ستاینه کوي.
تهامس آخر کښې په ټویټ کښې وایی چې امریکا چمتو ده چې د ملګرو ملتونو او انساني مرستندونه ادارو سره همکاري وکړو چې د ژمي رارسیدو سره په افغانستان کښې بشري مرستې او د وګړو ضرورتونو پوره کولو لپاره کار وکړو.

Leave a reply