سندهه حکومت دې هم د هیلتهه کارډ په اړه مرسته وکړي: وزیرمملکت علي محمد خان

باغي ټي وي رپورټ
د پارلیماني چارو وزیر مملکت علي محمد خان په یو بیان کې ویلي دي چې د پاکستان غریب اولس سره د مرستو په لړ کې او عام اولس لپاره د اسانتیاوې ورکولو لپاره د پنجاب او خیبرپښتونخوا حکومت د ویړیا درملنو لپاره د صحت کارډ سیکم پیل کړې دې، ددې سیکم ترلاندې وګړو ته د ویړیا علاج کولو سهولت ورکولې شي.
د اې پي پي رپورټ مطابق د جمعې په ورځ د سېنېټ په غونډه كښې د سوال او ځواب کولو په مهال د سېنېټر سمیع ایزدي او د سیف الله ابړو د پوښتنې په ځواب كښې ی اوویل چې اوسني حكومت اولس ته د وېړيا درملنو آساني وركولو لپاره د صحت كارډ سكيم پېل كړې دې، هغه زیاته کړه چې په دې سهولت کښې یو تن تر لس لكه روپو د درملنو آساني ترلاسه کولې شي.
هغه اوویل چې د هیواد په صوبو کې دا سکیم ډیر په بریالیتوب سره روان دې او د سندھ حكومت دې هم هېلتهه كارډ سكيم د کامیابولو لپاره مرسته وكړي چې د نورو صوبو په شان د سندھ وګړو ته هم د درملنو وېړيا آساني ترلاسه شي او ددوی ژوند اسان شي.






