په تورخم ۹۸۰ افغان وګړو ته د کورونو ضد ویکسین ولګول شول

0
512

باغي ټي وي رپورټ
په پاک افغان پوله تورخم د ماس کورونا وکسینیشن لړۍ روانه دې او په وسه پورې په زرګونو افغان وګړي او نور مسافر چې پاکستان ته دا د تورخم په لاره راداخلیږي د کورونا ضد واکسین لګول شوي دي .

په پاک افغان پوله تورخم د روغتیا چارواکو مطابق پرون به ۱۹ نومبر ۹۸۰ افغانان چې پاکستان ته راتلل، د کورونا ضد ویکسین ولګول شول، د یادونې ده چې څو ورځې وړاندې د پاکستان حکومت د کورونا مخینوي لپاره ادارې این سي او سي په تورخم پوله هم د عامو مسافرو لپاره د کورونا ضد ویکسین لګولو مهم پیل کړې دې او وسه پورې زرګونو افغانانو ته د کورونا ضد ویکسین ولګول شول.
په تورخم پوله د چارواکو مطابق پرون په ۱۹ نومبر د افغانستان نه پاکستان ته ۲۳۲۴ افغانان راداخل شوي دي، د سرچینو مطابق ۴۰ افغانان مریضان او دې مریضانو سره نور ۳۴ خپلوان هم وو چې ددې مریضانو د خدمت او همکارۍ لپاره دوی ته اجازت ورکړل شو چې پاکستان ته سفر وکړي.

Leave a reply