بعضې هیوادونه میډیا د خپلو مخالفینو د بدنامولو لپاره کاروي: فوادچوهدري

باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان په پارلیمان کې د اطلاعاتو وفاقي وزیر چوهدري فواد حسین په یو بیان کښې ویلي دي چې نن سبا د پروپیګنډې سره مقابله کول د نړۍ د هیوادونو لپاره یو ډیر لوی چیلنج دې.
په پاكستان كښې د هولی سی (ویټیکن سټی) سفیر کرسټوف ال کاسیس سره د ملاقات په مهال خپلو خبرو كښې چوهدري فواد ووئيل چې پاکستان او هولی سی (ویټیکن سټی) د جعلی خبرونو او د كركې رامخې ته كوؤنكو موادو ختمولو لپاره په ګډه كار كولې شي هغه زیاته کړه چې نن سبا د وسلې په ذریعه د جنګ ځای د بیانیی او د میډیا په ذریعه پروپیګنډې نیولې دې او د کار د ټولې نړۍ لپاره یو لوی چیلنج دې.
چوهدري فواد اوویل چې د د اطلاعاتو وزارت د مذهبونو ترمينځه اړیکې ښه کولو، نفرت کمولو او سوله ايزې همغږۍ ته وده وركولو لپاره كار كوي.
د اې پي پي یو رپورټ مطابق چوهدري فواد اوویل چې په پاكستان كښې د سېك مذهب مشر بابا ګورونانك د زېږون د ورځې مراسم روان دي او په قومي ټي وي چينلونو بانددې د سیکانو روحاني مشر د بابا ګورونانك د ژوند او تعليماتو په اړه خاص پروګرامونه خپرېږي.






