د دفاع سرپرست وزیر: افغان تجاران دې د روغتیا او نورو برخو کې پانګونه وکړي
د دفاع سرپرست وزیر: افغان تجاران دې د روغتیا او نورو برخو کې پانګونه وکړي
ملا محمد یعقوب مجاهد ویلي، که افغان پانګوال په خپل هېواد کې د روغتیا په برخه کې پانګونه وکړي، نو هېواد وال به نه اړکېږي، چې ګاونډیو او یا نورو هېوادونو ته د درمنلې لپاره لاړ شي.
(2021 / 10 / 27 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د دفاع سرپرست وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد له افغان پانګوالو غوښتي چې په خپل هېواد کې په روغتیایي برخه کې پانګونه وکړي.
نوموړي دغه څرګندونې د سردار محمد داوود خان په روغتون کې یوې غونډې ته کړې دي.
ملا محمد یعقوب مجاهد ویلي، که افغان پانګوال په خپل هېواد کې د روغتیا په برخه کې پانګونه وکړي، نو هېواد وال به نه اړکېږي، چې ګاونډیو او یا نورو هېوادونو ته د درمنلې لپاره لاړ شي.
دا لومړی ځل دی چې نوموړی د رسنیو پر وړاندې را ښکاره کېږي.
پۀ دې وروستیو کې د ا.ا.ا کورنیو او بهرنیو تجارانو او شرکتونو ته ډاډ ورکړی چې افغانستان کې پانګونه وکړي.
همدا ډول او د ا.ا.ا لۀ ځینو هېوادونو غوښتي چې هغه پروژې چې کارونه ئې اړونده هېوادو پۀ نیمه کې پريښي بشپړ کړي او د نورو پروژو پلي کېدو لپاره ګام پورته کړي.