اسلامی امارت په هوایی ډزو پابندي لګولې ده

0
268

باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان اسلامی امارت مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل ټویټر پانړه یوه مراسله خپره کړې ده ، په مراسله کښې وایی چې د افغانستان اسلامی امارت په افغانستان کښې په هوایی ډزو بندیز لګولې دې.

په مراسله کښې وایی چې د محرم په میاشت کښې د پنجشیرد فتح کولو په خوشحالي کښې په پایه تخت کابل کښې هوایی ډزې وشوې او په رسنیو داسې رپورټونه چاپ شو چې په دې ډزو کښې ۱۷ کسان هم وژل شوي دي خو بیا روستو دا خبر بې بنیاده او دروغ ثابت شو چې په دې ډزو کښې ۱۷ کسانو وژل شوي دي، دا خبر دروغ وو او په دې ډزو کښې یو تن وژل شوې وو.
د مراسله مطابق مجاهد وایی چې په دې ډزو ۱۴ کسان زخمیان شوي وو او یو تن ژوند له لاسه ورکړې وو ، مجاهد وایی چې هر یو ټپي تن ته سل زره افغانۍ ورکړل شوې وې، په مراسله کښې وایی چې په افغانستان کښې په هوایی ډزو بندیز لګیدلې دې او که څوکه هم داسې کار وکړي نو هغه سره به سخت قانوني چلندی وشی او هغوی ته به سزا ورکړې شي .
یاده دې وی چې څو ورځې وړاندې هم د امارت اسلامی له طرف نه داسې بیان جاري شوې وو چې مجرمانو له دې سزا ښکاره ور نه کړې شي ، عدالت دې د سزا تشریح وکړي چې خلق د سزاګانو نه خبر شي او د عدالتي حکم پرته دې د جرم کوونکو ته دې ښکاره سزا ور نه کړې شی.

Leave a reply