د اسلامی امارت مسولنیو په ننګرهار کښې لویه کاروایی

0
184

باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان اسلامی امارت د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست مسولینو نن په جلال آباد کښې د هغه دوکاندارانو په ضد قانوني کاروایی کړې چې دوی به بې کیفیته او تریخ تیر درمل خرڅول.

د باختر خبري آژانس یو رپورټ مطابق د عامې روغتیا وزارت مسولینو په ښار کښې د یوناني درمل خرڅوونکو کسانو په ضد کاروایی وکړه او د رپورت مطابق ۶ داسې یوناني درمل ځایونه ی وتړل. د رپورټ مطابق دې درمل ځایونو قانوني نمګړتیایی لرې چې له وجهې ی دا درمل ځایونه وتړل شول.
یاده دې وی چې د اسلامی ریاست اړوند ادارې په بیلا بیل ولایتونو کښې د نشه یی توکو خرڅوونکو او جوړونکو په ضد هم قانوني کاروایی پیل کړي دي او تراوسه پورې ی په ګنړ شمیر کښې داسې کسان نیولي چې نشه یی توکي خرڅول. په ګنړ شمیر کښې هغه کسان هم نیول شوي چې دوی د نشه یی توکو په استعمالولو او څښلو عادت وو، په رسنیو کښې داسې رپورټونه هم چاپ شوي چې د امارت اسلامی د داسې کسانو علاج شروع کړې دې چې هغه په نشه یی توکو عادت وو.

Leave a reply