تاجکستان وايي چې روان کال يې لۀ افغانستان سره سوداګري زیاته شوې ده

0
92

تاجکستان وايي چې روان کال يې لۀ افغانستان سره سوداګري زیاته شوې ده

د تاجکستان د سوداګرۍ د برخې چارواکو په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې روان کال د افغانستان او تاجکستان ترمنځ د دوه اړخیزې سوداګرۍ کچه ۷۶.۷ میلیونه ډالرو ته رسېدلې چې د تېر کال په پرتله لوړوالی ښيي.

 

(2021 / 10 / 27  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

تاجکستان وایي روان کال یې له افغانستان سره د سوداګرۍ کچه لوړه شوې ده.

د تاجکستان د سوداګرۍ د برخې چارواکو په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې روان کال د افغانستان او تاجکستان ترمنځ د دوه اړخیزې سوداګرۍ کچه ۷۶.۷ میلیونه ډالرو ته رسېدلې چې د تېر کال په پرتله لوړوالی ښيي.

اړوند موضوعات: 

تاجکستان وايي چې د افغانستان له خلکو سره هېڅ راز دښمني نه لرو

د تاجکستاني چارواکو په خبره د تېر کال په پرتله د سوداګرۍ په کچه کې شاوخوا ۳۵ سلنه لوړوالی راغلی دی.

تاجکي چارواکي وايي په افغانستان کې له وروستیو تحولاتو سره سوداګري یو څه زیانمنه شوې ده، خو تمه لري چې دغه لړۍ لنډمهالې وي او بېرته په سیمه کې سوداګري وده وکړي.

د یادونې وړ ده چې څۀ وخت وړاندې د ا.ا.ا او د تاجکستان تر منځ د افغانستان پۀ کورنیو چارو کې د لاس وهنې لۀ امله لانجه هم رامنځته شوې وه.

 

Leave a reply