نن ایران د افغانستان پۀ اړه د سیمې د هېوادو د کنفرانس کوربه دی

0
113

نن ایران د افغانستان پۀ اړه د سیمې د هېوادو د کنفرانس کوربه دی

ا.ا ویلي وو چې په دې غونډه کې ګډون نه کوي خو د سیمې ډېری هېوادونه ددې کنفرانس ګډونوال دي.

د هند، پاکستان، تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان، روسیې او چین استازو د ایران په غونډه کې ګډون کړی دی.

 

(2021 / 10 / 27   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

نن په تهران کې د افغانستان په اړه غونډه جوړېږي، دا غونډه د ایران د ولسمشر ابراهیم رییسي په مشرۍ ترسره کېږي چې په هغه کې د سیمې د هېوادونو استازو ګډون کړی دی.

ا.ا ویلي وو چې په دې غونډه کې ګډون نه کوي خو د سیمې ډېری هېوادونه ددې کنفرانس ګډونوال دي.

اړوند موضوعات:

ټاکل شوې ده چې ایران هم د افغانستان پۀ تړاو غونډه راوبلي

د هند، پاکستان، تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان، روسیې او چین استازو د ایران په غونډه کې ګډون کړی دی.

ټاکل شوې چې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف هم د ویډیو کنفرانس له لارې په دې غونډه کې ګډون وکړي خو استازی یې د حضوري ګډون لپاره تهران ته تللی دی، په دې غونډه کې له افغانستان سره پر بشري مرستو، سولې او امنیت خبرې کېږي.

د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې روسیې د افغانستان پۀ اړه د مسکو کنفرانس جوړ کړی ؤ چې طالبانو هم پکې ګډون درلود.

 

Leave a reply