تاجکستان وايي چې د افغانستان له خلکو سره هېڅ راز دښمني نه لرو

تاجکستان وايي چې د افغانستان له خلکو سره هېڅ راز دښمني نه لرو
تر دې وړاندې د تاجکستان ولسمشر ویلي ؤ چې د ا.ا.ا افغانستان کې د تاجک قوم حقوق نه خوري او هغوی ته دې دولت کې ونډه ورکړل شي؛ خو د ا.ا.ا د رئیس الوزرا مرستیال ملا عبدالغنی برادر ویلي ؤ چې که تاجکستان د افغانستان په کورنیو چارو کې لاس وهنه بنده نکړي له ورته عمل سره به مخ شي.
(2021 / 10 / 6 نېټه باغي ټلویزیون)
تاجکستان وایي دوی د افغانستان له خلکو سره هېڅ راز دښمني نه لري.
د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان په تازه څرګندونو کې ویلي، چې دوی د خپلو پولو د امنیت په اړه اندېښمن دي او د افغانستان له خلکو سره هېڅ راز دښمني نه لري.
دده په خبره دوی هېڅ دې ته لېوالتیا نه لري چې نورو هېوادونو ته پوځي الوتکې ولېږي او جګړې وکړي.
امام علي رحمان وايي دوی د خپلو پولو د امنیت په اړه اندېښنه لري او د امنیت لپاره یې ګامونه اوچتوي.
امام علي رحمان وروسته له دې دغه څرګندونې کړې چې د ا.ا.ا تاجکستان ته د امام علي رحمان د ځينو څرګندونو په تړاو خبرداری ورکړ.
افغان لوري له تاجکستان غوښتي وو چې د افغانستان په کورنیو چارو کې دې لاسوهنه نه کوي او په خپلو څرګندونو کې دې مسولانه چلند کوي.