د ښوونکو نړۍواله ټولنه: افغانستان کې دې تعلیمي او تحصیلي بهیر ژر پیل شي 

 د ښوونکو نړۍواله ټولنه: افغانستان کې دې تعلیمي او تحصیلي بهیر ژر پیل شي 

د دغه بنسټ په خبره افغانان حق لري چې زده کړې وکړي او خپله راتلونکې جوړه کړي، نو له همدې امله د نړیوالو مسوولیت دی چې له دغه هېواد سره په تعلیمي او بشردوستانه برخه کې مرستې ډېرې کړي.

 

(2021 / 12 / 28  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د ښوونکو او پوهنتونو د استادانو یوې نړیوالې ټولنې په افغانستان کې د تعلیمي او تحصیلي بهیر د پيلېدو غوښتنه کړې ده.

په سکاټلنډ کې د ښوونکو او پروفیسورانو دغه ټولنې له سکاټلنډ او برېټانیا غوښتي چې په افغانستان کې په روان وضعیت کې د نجونو او ښځینه وو د تعلیم او تحصیل په برخه کې د شته خنډونو په لرې کولو کې مرسته وکړی او له دغه هېواد سره دې بشردوستانه مرستې ډېرې کړي.

د دغه بنسټ په خبره افغانان حق لري چې زده کړې وکړي او خپله راتلونکې جوړه کړي، نو له همدې امله د نړیوالو مسوولیت دی چې له دغه هېواد سره په تعلیمي او بشردوستانه برخه کې مرستې ډېرې کړي.

اړوند موضوعات: 

جرمني او هالنډ د افغان ښوونکو معاشونه ورکوي 

دوی همدا راز له برېټانیا او سکاټلنډ غوښتي چې افغان پنا غوښتونکو ته په خپلو هېوادونو کې ځای ورکړي او د زده کړو او پرمختګ زمینه ورته برابره کړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *