جرمني او هالنډ د افغان ښوونکو معاشونه ورکوي 

0
104

جرمني او هالنډ د افغان ښوونکو معاشونه ورکوي 

مجاهد د پنجشنبې په ورځ (د سلواغې ۲۷ مه) په خپل ټوېټر لیکلي چې د افغانستان لپاره د جرمني او هالنډ استازو له امیر خان متقي سره کتلي دي، ښاغلي مجاهد زیاته کړې چې د دوی  د دغۀ اقدام هرکلی کوو.

 

(2021 / 11 / 19  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي، د جرمني او هالنډ استازو د طالبانو د بهرنيو چارو له وزير اميرخان متکي سره په افغانستان کې د ښوونکو او روغتيايي کارکوونکو د معاشونو د ورکړې په اړه خبرې کړې دي.

مجاهد د پنجشنبې په ورځ (د سلواغې ۲۷ مه) په خپل ټوېټر لیکلي چې د افغانستان لپاره د جرمني او هالنډ استازو له امیر خان متقي سره کتلي دي، ښاغلي مجاهد زیاته کړې چې د دوی  د دغۀ اقدام هرکلی کوو.

بهرنيو چارو وزارت د آلمان او هالنډ د هغه اقدام هرکلی کړى، چې د پوهنې او روغتیا برخو کې د ټولو نارینه او ښځینه کارمندانو معاشونه ورکوي.

د بهرنيو چارو وزارت وياند عبدلقهار بلخي وايي، ا.ا به د يادو معاشاتو پر رسولو او شفافیت کي پوره مرسته وکړي.

د آلمان ځانګړي استازي جسپر وېک ویلي چې هېواد یې د افغانانو تر څنګ ولاړ دی.

اړوند موضوعات: 

یونسیف وايي چې هڅه کوو د افغان ښوونکو معاشونه د حکومت لۀ مداخلې پرته ورکړو 

د یادونې وړ ده چې افغان ښوونکو او روغتیايي کارکوونکو ته له څو میاشتو راهیسې معاش نه دی ورکړل شوی.

د جرمني او هالنډ استازو کابل ته د خپل سفر په ترڅ کې له طالب چارواکو عبدالله عبدالله او حامد کرزي سره هم کتلي دي.

 

Leave a reply