یونسیف وايي چې هڅه کوو د افغان ښوونکو معاشونه د حکومت لۀ مداخلې پرته ورکړو

یونسیف وايي چې هڅه کوو د افغان ښوونکو معاشونه د حکومت لۀ مداخلې پرته ورکړو
ددغه ادارې د ښوونې او روزنې د برخې مسوول له رویټرز سره په خبرو کې ویلي، دوی پر داسې یوه سیستم کار کوي چې له مخې یې وکړی شي د حکومت له مداخلې پرته ښوونکو ته د دوی معاشونه ورکړي.
(2021 / 11 / 4 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونسیف وایي هڅه کوي د افغان ښوونکو معاشونه په مستقیمه توګه ورکړي.
ددغه ادارې د ښوونې او روزنې د برخې مسوول له رویټرز سره په خبرو کې ویلي، دوی پر داسې یوه سیستم کار کوي چې له مخې یې وکړی شي د حکومت له مداخلې پرته ښوونکو ته د دوی معاشونه ورکړي.
دغه ادارې ټینګار کړی دی چې په افغانستان کې د ښوونې او روزنې له بهیر سره مرسته کوي او پر نړیوالو مرستندویه هېوادونو یې هم غږ کړی چې افغان ماشومان ناهیلي نه کړي.
اړوند موضوعات:
په فراه ولایت کښې د ښوونکو نه آزموینه واخستل شوه
سرچینه وایي په افغانستان کې د تعلیم د دوام او ملاتړ یوازینۍ لار دا ده چې له ښوونکو سره مرسته وشي او ښوونځي فعال وساتل شي.
یونسیف داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې افغان ښوونکو له میاشتو راهیسې خپل معاشونه نه دي اخیستي او له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.





