افغانستان کې د امریکا شل کلن ماموریت؛ بایډن یې د څېړلو لپاره بودیجه توشیح کړه 

0
258

افغانستان کې د امریکا شل کلن ماموریت؛ بایډن یې د څېړلو لپاره بودیجه توشیح کړه 

دا کمیسیون به شپاړس غړي لري چې خپل لومړنی راپور به د یوه کال په اوږدو کې خو وروستی راپور به یې د درېیو کالونو په اوږدو کې وړاندې کوي.

 

(2021 / 12 / 28 نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د امریکا ولسمشر جو بایډن په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د شل کلن ماموریت او ماتې لپاره د ځانګړي کمیسیون د جوړولو بودیجه توشیح کړه.

د راپورونو له مخې د امریکا ولسمشر جو بايډن د کانګریس له لوري د دفاعي بودیجې تایید شوې طرحه توشیح کړه.

په دې کې د هغه کمیسیون لپاره هم بودیجه ځانګړې شوې چې ټاکل شوې په افغانستان کې د امریکا شل کلن ماموریت او ماتې وڅېړي.

دا کمیسیون به شپاړس غړي لري چې خپل لومړنی راپور به د یوه کال په اوږدو کې خو وروستی راپور به یې د درېیو کالونو په اوږدو کې وړاندې کوي.

د امریکا کانګریس وایي په دې راپور کې له راغلې مواردو به د امریکا د راتلونکو تګلارو او پالیسیو لپاره کار اخیستل کېږي.

اړوند موضوعات: 

 د امریکا د دفاع وزارت په افغانستان کې د خپل ماموریت وروستۍ میاشتې ارزوي

ځينې امریکایي استازي بیا په دې باور دي چې د څېړنې په لړ کې هغه کسان باید جزايي چې د ماتې او اوسني وضعیت د رامنځ ته کېدو لامل دي.

Leave a reply