کندهار ولایت کې پر شعیه لمونځ کوونکو برید؛ درې لمونځ کوونکي ټپیان شوي دي
ویل کیږي چې دا پیښه د یکشنبې په ورځ د جدې په پنځمه نیټه رامنځته شوه چې په ترڅ کې یې د مسجد امام علي ملا امام یاسین سروري او درې تنه لمونځ کوونکي سخت ټپیان شول.
(2021 / 12 / 27 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د کندهار امنیتي چارواکي تاییدوي چې د افغانستان په جنوبي ولایت کندهار کې یوه بریدګر د شیعه ګانو پر یوه جومات برید کړی او پر عبادت کوونکو یې ډزې کړې دي.
ویل کیږي چې دا پیښه د یکشنبې په ورځ د جدې په پنځمه نیټه رامنځته شوه چې په ترڅ کې یې د مسجد امام علي ملا امام یاسین سروري او درې تنه لمونځ کوونکي سخت ټپیان شول.
امنیتي چارواکي وايي، بریدګر د نورو عبادت کوونکو په مرسته د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوی، خو تر اوسه د پېښې انګېزه نه ده څرګنده.
تر دې وړاندې په دغه ولایت کې د شیعه ګانو پر یوه جومات ځانمرګي برید لسګونه کسان ووژل او ټپیان کړل.
د هغۀ برید مسؤلیت داعش ډلې پر غاړه اخیستې وه.
په کندز ولایت کې هم په ورته پیښه کې یو زیات شمیر شیعه عبادت کوونکي ووژل شول.
اړوند موضوعات:
ننګرهار کې د لمونځ کوونکو منځ کې چاودنه شوې ده
د یادولو وړ ده چې په تیرو شلو کلونو کې د شیعه ګانو پر خلاف هدفي بریدونه تل د ټولنې له دې برخې څخه قرباني اخلي.










Leave a Reply