ننګرهار کې د لمونځ کوونکو منځ کې چاودنه شوې ده

ننګرهار کې د لمونځ کوونکو منځ کې چاودنه شوې ده
دا پۀ د ا.ا.ا تر واکمنېدو وروسته درېیمه چاودنه ده چې د لمونځ کوونکو منځ کېږي، تر دې وړاندې پۀ کندز او کندهار ولایتونو کې د تهل تشیع پۀ جامع مسجدونو ورته بریدونه ترسره شوي ؤ.
(2021 / 11 / 12 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د ننګرهار د سپين غر ولسوالۍ په يو جومات کې د چاودنې له امله شاوخوا پنځلس لمونځ کوونکي ټپيان شوي دي.
د سيمې خلک وايي، چې چاودنه په شډل جامع جومات کې د جمعې لمانځه پر مهال په ممبر کې د ځای پرځای شویو چاودېدونکو توکو له امله شوې ده.
د سيمې اوسېدونکي وايي، په چاودنه کې ۱۵ کسان ټپيان شوي چې د درېيو هغو روغتيايي وضعیت ښه نه دی.
يوې حکومتي سرچينې هم دغه پېښه رسنیو ته تاييد کړه خو نور جزیات یې نه دي ورکړي.
دا پۀ د ا.ا.ا تر واکمنېدو وروسته درېیمه چاودنه ده چې د لمونځ کوونکو منځ کېږي، تر دې وړاندې پۀ کندز او کندهار ولایتونو کې د تهل تشیع پۀ جامع مسجدونو ورته بریدونه ترسره شوي ؤ.






