د ا.ا.ا ویاند ویلي چې د داعش ډلې خطر لۀ افغانستان څخه پاکستان ته ندی، بلکې دغه چاره برعکس ده

د ا.ا.ا ویاند ویلي چې د داعش ډلې خطر لۀ افغانستان څخه پاکستان ته ندی، بلکې دغه چاره برعکس ده
مجاهد دا څرګندونې وروسته تر هغه کوي چې عمران خان په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي وو چې داعش له افغانستان څخه پر پاکستان بریدونه کوي چې په کور دننه او د باندي یې د افغانانو توند غبرګونونه راوپارول.
(2021 / 12 / 27 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د هېواد تر پخواني ولسمشر حامد کرزي وروسته د افغانستان ا.ا عمومي ویاند ذبیح الله مجاهد هم د عمران خان د هغو څرګندونو غبرګون کې چې ویلي یې دي د داعش خطر له افغانستان څخه پاکستان ته متوجه دی ویلي، چې د داعش خطر افغانستان ته له پاکستان څخه متوجه دی نه برعکس.
مجاهد ټینګار کوي چې په افغانستان کې د دغې ډلې ګواښ دومره پیاوړی نه دی چې نور هېوادونه وګواښي. مجاهد له کابل نیوز سره په ځانګړې مرکه کې دغه راز ویلي چې ا.ا د علماوو د یوې داسې شورا پر جوړولو کار پیل کړی دی چې په دیني مسائلو کې به دولت ته مشورې ورکوي او په خبره یې کومه مسئله چې د مشرانو شورا او عامه شورا په اړه رسنیو کې خپره شوې وه هغه دایمي خبره ده او پر هغې به وروسته کار کېږي.
اړوند موضوعات:
د عمران خان څرګندونې؛ پخوانی ولسمشر یې سخت پۀ غوسه کړی
مجاهد دا څرګندونې وروسته تر هغه کوي چې عمران خان په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي وو چې داعش له افغانستان څخه پر پاکستان بریدونه کوي چې په کور دننه او د باندي یې د افغانانو توند غبرګونونه راوپارول.






