د عمران خان څرګندونې؛ پخوانی ولسمشر یې سخت پۀ غوسه کړی

د عمران خان څرګندونې؛ پخوانی ولسمشر یې سخت پۀ غوسه کړی
همدارنګه دا چې ګواکې داعش ډله په افغانستان کې فعالیت لري او له افغانستان څخه پاکستان تهدیدوي د افغانستان خلاف یې ښکاره تبلیغ ګڼلی او ویلي یې دي چې په واقعیت کې موضوع کاملا برعکس ده او د داعش تهدید له لومړي سره له پاکستان څخه افغانستان ته متوجه دی.
(2021 / 12 / 19 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د افغانستان پخوانی جمهور رئیس حامد کرزی د اسلامي همکاریو د سازمان په غونډه کې د پاکستان د صدراعظم ښاغلي عمران خان څرگندونې د افغانانو ترمنځ د تفرقه اچونې هڅه او د افغانستان خلکو ته توهین ګڼلی دی.
همدارنګه دا چې ګواکې داعش ډله په افغانستان کې فعالیت لري او له افغانستان څخه پاکستان تهدیدوي د افغانستان خلاف یې ښکاره تبلیغ ګڼلی او ویلي یې دي چې په واقعیت کې موضوع کاملا برعکس ده او د داعش تهدید له لومړي سره له پاکستان څخه افغانستان ته متوجه دی.
اړوند موضوعات:
د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ د افغانستان لپاره د اپیکس کمېټۍ دویمه غونډه شوې
پخوانی جمهور رئیس د پاکستان حکومت ته توصیه کړې چې د افغانستان پر خلاف له تبلیغ او د افغانستان پۀ کورنیو چارو کې له لاس وهنې په کلکه ډډه وکړي.
په بین المللي مجامعو کې د افغانستان په نمایندگۍ خبرې ونکړي او برعکس د یو نېک گاونډي په توگه د دواړو هېوادونو ترمنځ د حسنه او متمدنو روابطو د ایجاد لپاره کوښښ وکړي.





