د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ د افغانستان لپاره د اپیکس کمېټۍ دویمه غونډه شوې

0
159

باغی ټي وي رپورټ
د وزیراعظم عمران په مشرۍ کې د افغانستان په اړه په دې مهمه غونډه کې وفاقي وزيرانو شاه محمود قريشي، فواد احمد، شيخ رشيد، اسد عمر، مشاورين شوکت ترين او عبدالرزاق داؤد، د پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه، د قامي سلامتيا سلاكار ډاكټر معيد يوسف او لوړ پوړي ملكي او پوځي چارواكو د افغانستان په اړه دې مهمه غونډه کې شرکت وکړو.

په دې موقع عمران خان اوویل چې پاکستان به د بېړني او بشري ناورین د مخنیوي لپاره له افغانانو سره هر ډول ممکنه مرسته وکړي.خان زیاته کړه چې دا به د هیچا په ګټه نه وي چې د اړتیا په وخت کې افغانستان یوازې پریږدي، هغه اوویل چې د پاکستان حکومت له افغان ولس سره د مرستې لپاره پنځه میلیارده روپۍ ایښې دي چې د افغان اولس په داسې سخت وخت کې په کار راشي.عمران خان اوویل او اړوند ادارو ته ی لارښوونه وکړه چې هغو نړیوالو موسسو ته باید اسانتیاوې برابرې شي چې د پاکستان له لارې افغانانو ته مرستې رسوي. وزیراعظم عمران خان او د اپیکس کمیټې ګډونوالو په افغانستان کې د بیړني حالت او د انساني ناوری په اړه اندیښنه څرګنده کړه.

Leave a reply