انس حقاني یوې غونډې ته پۀ وینا کې ویلي چې هغوی چې د کار وړتیا نلري ځای دې نورو ته پرېږدي 

0
253

انس حقاني یوې غونډې ته پۀ وینا کې ویلي چې هغوی چې د کار وړتیا نلري ځای دې نورو ته پرېږدي 

حقاني په داسې حال کې له خلکو څخه د نوي دولت د ملاتړ او ورسره د همکاري غوښتنه کوي چې واک ته د ا.ا له رسېدو سره سم له هېواده د علمي کادرونو د تېښتې لړۍ پیل شوې ده او ډېر شمېر خلک له هېواده وتلي دي.

 

(2021 / 12 / 27  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د افغانستان ا.ا د قطر دفتر غړي انس حقاني له خلکو څخه غوښتنه کړې ده څو د نوي حکومت د پیاوړتیا لپاره په ګډه کار وکړي.

نوموړي نن په لوګر کې یوې ناستې ته ویلي، څوک چې په ځان کې اهلیت نه ویني، د مسلمانانو حقونه دې نه تلف کوي او دا ډول کسانو ته یې سپارښتنه وکړه چې دوی دې خپل ځای بل چاته پرېږدي.

نوموړي د خپلو خبرو پر دوام پر خلکو غږ کړی دی چې د نوي حکومت په پیاوړتیا کې په ګډه کار وکړي او ټینګار یې وکړ چې افغانان باید له تاریخه زده‌ کړه وکړي، څو د جګړې ډګر په څېر د سیاست په ډګر کې هم بریالي شي.

اړوند موضوعات: 

امارت اسلامی اهلکارو ته چوکۍ سپارلي

حقاني په داسې حال کې له خلکو څخه د نوي دولت د ملاتړ او ورسره د همکاري غوښتنه کوي چې واک ته د ا.ا له رسېدو سره سم له هېواده د علمي کادرونو د تېښتې لړۍ پیل شوې ده او ډېر شمېر خلک له هېواده وتلي دي.

Leave a reply