امارت اسلامی اهلکارو ته چوکۍ سپارلي

باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان اسلامی امارت مشرانو د افغان پوسټ شرکت لپاره انجنیر محمد حامد ناصری مشر ټاکلې دې او نوموړي خپله وظیفه پیل کړې ده، یاده دې وی چې امارت اسلامی په دې لنډو ورځو کښې د ډیرو دفترو او ریاستونو د چوکۍ وظیفو نوي اهلکارو او اهل کسانو ته ور سپاردلي دي او وظیفه ی پیل کړې ده.
په رسنیو کښې چاپ شوي د رپورټونو مطابق غلام اسحاق دپشتني بانک عمومی ریسس ټاکل شوي او نوموړی هم په خپله دفتر کښې وظیفه پیل کړې ده. یاده دې وي چې کله نه هم طالب مشرانو ته د حکومت چارو په لاس راغلې نو دوی اعلان کړې چې د نوي حکومت د پیل سره به دوی د اولس خدمت وکړی او هیڅوک به هم په هیواد کښې د فساد کولو ته پرې نه ږدي او که څوک هم په رشوت او نورو تورونو ونیول شول نو د انصاف فیصله به وشي او ددوی ککړو اهلکارو په ضد به قانوني کاروایی وشي.
یاده دي وی چې څو ورځې وړاندې هم د امارت اسلامی د قطر سیاسي دفتر ویاند ډاکټر محمد نعیم وردګ مشرق ټي وي سره په مرکه کښې ویلي وو چې طالبانو ډیر زر د هیواد لپاره آیین او دستور تیار کړو او دا کار صرف د افغانستان اسلامی امارت ترسره کړو چې په ډیر کم وخت کښې ی دومره لوی کار وکړو او د ملک لپاره ی قانون جوړ کړو.
انجینر محمد حامد ناصري د افغان پوسټ دولتي شرکت د سرپرست په توګه شو.
***
انجینر محمد حامد ناصری، بهحیث سرپرست ریاست شرکت دولتی افغان پست معرفی شد و کارش را آغاز کرد. pic.twitter.com/6Kpj79HQFY— BNA Pashto (@bnapashto) October 9, 2021
Eng. Mohammad Hamed Naseri has been appointed as the acting chief of the Afghan Post State Company and Hafez Ghulam Ishaq has been appointed as the acting General Director of Pashtany Bank. pic.twitter.com/nRZRH0MpRx
— BNA Pashto (@bnapashto) October 9, 2021






