جسيكا میک ناليټي: سوریې کې خپل فوځي ماموریت ته دوام ورکوو

0
52

جسيكا میک ناليټي: سوریې کې خپل فوځي ماموریت ته دوام ورکوو

 د امریکا د دفاع وزارت ویاند‌ې ویلې چې دوی به لۀ سوریې څخه خپل ځواکونه نه باسي او هلته خپل نظامي ماموریت ته دوام ورکوي.

 

 

( 2021 / 10 / 9  نېټه باغي ټلویزیون)

د امریکا د دفاع وزارت ویاند‌ې ویلې چې دوی به لۀ سوریې څخه خپل ځواکونه نه باسي او هلته خپل نظامي ماموریت ته دوام ورکوي.

د امریکا د دفاع وزارت ( پنټاګون) ویلي چې دوی به سوریه کې خپل فوځي ماموریت ته دوام ورکوي او خپل ځواکونه به له سوریې څخه نه وباسي.

اوس مهال سوریه کې امریکا ۹۰۰ سرتېري دېره دي او د د قسد پۀ نامۀ لۀ سوریایي ځواکونه سره پر عملیاتو کې مرسته کوي.

جسیکا ټینګار کړی دی چې په سوریه کې د دوی موخه د داهش پۀ وړاندې مبارزه ده او تر هغو ئې چې دا هدف نۀ وي ترلاسه کړی لۀ سوریې به خپل ځواکونه ونۀ باسي.

د امریکا د دفاع وزرات دغه څرګندونې داسې محال کوي چې تازه دغۀ هېواد خپل نظامي حضور افغانستان کې پای ته رسولی او هلته طالبان واک ته رسېدلي؛ اوس د امریکا پۀ افغانستان کې د نظامي حضور د پایته رسېدو په تړاو سختې نیوکې کېږي او دغه ډول د افغانستان پرېښودل د امریکا د ناکامۍ سبب بلل کېږي.

Leave a reply