د افغان سوداګرو پلاوې اسلام آباد ته په سفر راغلې

باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان وزیراعظم عمران خان د افغانستان لپاره ځانګړې نماینده محمد صادق خان په خپل ټویټر پانړه لیکلي چې د افغانستان اسلامی امارت په حکومت کښې اول ځل د افغان سوداګرو پلاوې د پاکستان په دوره اسلام آباد ته راغلې .
نوموړي لیکلي چې د افغان سوداګرو پلاوي غړو د پاکستان د اقتصاد او تجارت اړوند چارواکو سره ملاقاتونه کړي او پلان ده چې نورې ناستې او غونډې به هم ولري چې د پاکستان او افغانستان ترمینځ د تجارت ښه کولې او د سوداګرو ستونزې هوارولو په اړه ټینګار وکړي.
یاده دې وی چې د پاکستان او افغانستان ترمینځ دوه تجارت د کال ۲۰۱۴ نه وړاندې ډیر په ترقې وو خو د دسمبر ۱۶ ،کال ۲۰۱۴ کښې د آرمی پبلک سکول او کالج باندې د ترهګر برید نه پس د پاکستان حکومت د بارډر منیجمنټ په نامه یو پالیسي اعلان کړه ، د پاکستان او افغانستان ترمینځ په تجارت کښې د کمي وجه په پاکستان کښې ترهګر بریدونه وو چې د پاکستاني چارواکو مطابق دا بریدونه ټي ټي پی ترسره کړل او ټي ټي به د افغانستان نه دا بریدونو په پاکستان کښې ترسره کول، د افغانستان نه به دا بریدونه انتظام کیدل او هم دغه وجه وه جې د پاکستان او افغانستان ترمینځ تجارت نن سبا ډیر کم شوې دې.
افغان سوداګر او پاکستاني سوداګر په افغانستان کښې د نوي عبوري حکومت نه غوښتنه کوي چې د پاکستان او افغانستان ترمینځ تجارت ته دې وده ورکړې شي، پاکستان ایکسپورټر ته دې پاکستاني چارواکي سهولتونه او نورې اسانتیاوي ورکړی چې افغانستان ته صادرات ولږي او افغان سوداګر له دې هم اسانتیاوي ورکړې شي چې د افغانستان سوداګر هم په پاکستان کښې پانګونه وکړي او خپل صادرات په پاکستان کښې خرڅ کړي.
یاده دې وي چې د افغان سوداګرو مشری ددې هیواد هیواد یو مشهورد سوداګر او د افغان چیمبر آف کامرس ،انډسټری مشر خان جان الکوزۍ کوي.
A business delegation from Afghanistan met with Pakistani counterparts in Islamabad to discuss the challenges and opportunities under changed circumstances. This is the first business delegation visiting Pakistan since Taliban take over. pic.twitter.com/Sszgc7s5iM
— Mohammad Sadiq (@AmbassadorSadiq) October 8, 2021






